IQNA

د غزې  په ملاتړ کې مسلمانانو او مسیحیانو په ګډه دعا کړې

16:37 - December 04, 2023
د خبر لمبر: 3488372
ایکنا-(الجزایر) د الجزایر مسیحیانو او مسلمانانو دالجزیره ښار په یوې مشهورې کلیسا کې د ډيپلوماټیکو او دینی شخصیّتونو په شتون کې د فلسطین د غزې په ملاتړ کې د ګډې دعا  او لمنځ دستورې ترسره کړې.

ایکنا نیوز د الخلیج ویبپاڼې له قوله راپورراکړ،د  الجزایر  مسلمانانو او مسیحیانو په الجزیره ښار کې په  ؛افریقا زمونږ بانو؛نومې  مشهورې کلیسا کې سره غونډ شول څو په مینځني ختیځ کې د سولې  او  د په غزې کې د روانو شخړود ختمیدا لپاره دعا و کړي او ددینونو ترمینځ قدرتمن پيوستون نندارې ته وړاندې کړي.

 د الجزایر ستر پادري ژان پل ویسکو  ددغې  ناستې د موخې په باب ووئيل، مونږ غواړو  چې یوه ورځ د روژې په ساتلو سره او د غزې  د جنګ د ختمیدا او په سیمې کې دسولې د ټينګیدا لپاره  ډله ایزه دعا  ترسره کړو.پر  دې اساس د نن ورځې دعا د غزې له ټولو اوسیدونکو سره د پيوستون لپاره  ده.

وئيل کیږي  ددعا په دغو ولولناکو دستورو کې  دبهرنیو ډيپلوماټانو  او دیني او کلتوری شخصیّتونو پشمول  کابو ۴۰۰کسانو ګډونوکړ .

 https://iqna.ir/fa/news/4185790

captcha